د چين ساينسپوهانو په دې وروستيو کې د سپوږمۍ د ځمکې د نمونو په اړه د څېړنې پرمهال يې یو ډول ځانګړي پاتې شوني کشف کړي چې په شمسي نظام کې د ټکر له امله رامنځته شوي.
خبر وايي چې په دې کشف شویو پاتې شونیو کې اوبه او نور عناصر شامل دي.
چیني ساينسپوهانو د دې څېړنې نتیجه لیکلې او د اکتوبر په ۲۱ مه د امريکا د علومو ملي اکاډمۍ په جريده کې خپره شوې.
دا لاسته راوړنې په سپوږمۍ کې د اوبو د سرچينو د موقعيت او بدلون د څېړنې لپاره نوی پرمختګ بلل کيږي.



































