په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۲۰ مه وويل، دا چې نړيوال وضعيت د پيچلي کېدو په حال کې دی، نو نړيواله ټولنه دې په لازياتو هڅو د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سیسټم، د نړيوال قانون پر بنسټ نړيوال نظام او د ملګرو ملتونو د منشور مطابقو نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول وساتي.
ګنګ شوانګ يادې خبرې په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د ۸۰ مې عمومي اسامبلۍ د شپږمې کمېټې غونډې ته په وينا کې کړې. هغه وويل، چين څه موده مخکې د نړيوال مديريت ابتکاري وړانديز کړی او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه کړې، چې د برابرۍ پر بنسټ دې پر ملي حاکميت او څواړخيزم ټينګار ولري. هغه زياته کړه، چې چين غواړي د دې وړانديز په رڼا کې له بېلابېلو لوريو سره په ګډه د ملګرو ملتونو منشور او اصول وساتي، د ګډې مشورې، ګډې ابادۍ او ګډ شراکت پر اساس د نړيوال مديريت مفکوره عملي کړي، د نړۍ د مديريت د لاعادلانه او معقول سیسټم او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.



































