د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیا کون د اکتوبر په شلمه نېټه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې راپورونه وايي امریکا او چین به په نږدې راتلونکې کې خبرو ته کیني، په داسې حال کې چې د وروستیو خبرونو له مخې واشنګټن به درې موضوعات چې کمیاب خاکي عناصر، فنټانیل او سویا دي، له چین سره د خبرو پر میز مطرح کړي نو د بهرنیو چازو وزارت په دې اړه څه نظر لري، غبرګون وښود.
ګو جیا کون وویل، چې بېجینګ د چین او امریکا د سوداګریزو اړیکو مربوطه مسئلو د حلولو په برخه کې ثابت او روښانه دریځ لري او هغه دا دی چې د ګمرکي تعرفو جګړه او د سوداګرۍ جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده.
ده زیاته کړه چې دواړه خواوې باید مربوطه مسائل د مساواتو، متقابل درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړو سلا مشورو او خبرو له لارې حل کړي.



































