د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اکتوبر په ۲۰ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان او پاکستان د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ.
ګوه جيا کون وويل، چې پاکستان او افغانستان دواړه د چين لرغوني دوستانه او نه بدلېدونکي ګاونډي هېوادونه دي، چين د دواړو هېوادونو د اوربند د هوکړې هرکلی کوي، پدې برخه کې د اړوندو هېوادونو خدمتونه ستايي او د زړه له کومې هيله لري، چې پاکستان او افغانستان د ستونزو د حل لپاره خبرو او مشورو ته دوام ورکړي، ترڅو دايمي اوربند ټینګ او د دواړو هېوادونو او د سيمې سوله او ثبات وساتل شي.
هغه زیاته کړه، چې چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره پرله پسې رغنده رول ولوبوي.



































