د چين د ملي دفاع وزارت وياند جيانګ بين يوې خبري غونډې ته ويلي، چې ځواکونو يې د شي شا ټاپوګانو قلمرو ته د استراليا د پوځي الوتکې مخه نيولې ده.
نوموړي د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د شي شا ټاپوګانو په اړه د استراليا اعلامیې کې سپين ته تور او تور ته سپين ويل شوي او استراليا هڅه کړې، چې د چين قلمرو ته د پوځي الوتکې غیر قانوني تګ ته بل رنګ ورکړي او پر خپلې تېروتنې پرده خوره کړي.
د چين د خلکو ازادۍ غوښتونکي پوځ د جنوبي جنګي سيمې ځواکونو د استراليا د يادې پوځي الوتکې مخه نېولې او له سیمې يې شړلې ده.
جيانګ بين ويلي، د چين ټول فعاليتونه عادلانه، قانوني او مسلکي دي او په ډېر صبر ځواب ورکوي.
چين استراليا ته جدي احتجاج کړی او غږ يې پرې کړی، چې سمدستي پارونکې کړنې او تبليغات بند کړي او پر خپلو سمندري او هوايي پوځي فعاليتونو دې کنټرول وساتي او ورته سرغړونکې کړنې د چين او استراليا اړيکې خرابولی شي.
جيانګ بين زياته کړې، د چين پوځ به د هېواد د ملي حاکميت او د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره اړينو تدبيرونو ته دوام ورکړي.



































