د چین د دولت رئیس مرستیال هان جنګ د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په پلازمېنې بېجینګ کې د امریکا د اورګون ایالت د سنا له مشر راب واګنر سره ولیدل.
د چین دولت رئیس شي جین پینګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په روان کال کې ۳ ځلې ټېلیفوني خبرې کړي او پر یو لړ مهمو مسئلو هوکړو ته رسېدلي دي.
هان جنګ له راب واګنر سره په خبرو کې د چين او امريکا د مشرانو يادو خبرو ته په اشارې ويلي، چې دواړه هېوادونه ډېرې ګډې ګټې او د همکاريو پراخه فضا لري، دواړه هېوادونه دې د ګډو هدفونو لپاره هڅې وکړي، متقابل درناوی دې وساتي، سوله ییز ګډ ژوند دې وکړي او د همکاريو له لارې دې ګډې ګټې ومومي.
نوموړي هيله ښودلې، چې د امريکا اورګون ایالت د سنا مشر واګنر او نور غړي د دواړو هېوادونو د اړیکو او تبادلو د پياوړتیا، د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ژوروالي او هم د سیمه ییزو همکاريو لپاره کار وکړي.
واګنر د چین د کمونست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمیټې د ۴م عمومي غونډې د بریالیتوب هیله ښودلې او د امریکا او چین د سيمو ترمنځ همکارۍ يې ډېرې اړينې بللې دي.
نوموړي زياته کړې، د امريکا اورګون ایالت يوه لايحه تصويب کړې او له مخې به يې د چین له مختلفو ولایتونو او ښارونو سره دوستانه تبادلې او همکارۍ نورې هم زياتې او پياوړې کړي.



































