د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې د چین د لويو صنعتي تصديو د توليدي زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ اعشاریه دوه سلنه زياته شوې ده.
چين د صنعتي توليد د فعالې پاليسې په رڼا کې چټک پرمختګ موندلی او صنعتي اقتصاد يې مخ په ښه کېدو روان دی.
د چين د نوي کيفيت تولیدي توان په دوامدار ډول لوړ شوی او په تېره بيا د موټر، برېښنايي ماشينونو او الکټرونيکي صنايعو يې ډېر پرمختګ موندلی دی او د دغو درېيو صنايعو د زياتوالي اندازه يې تقريباً د دغه هېواد د ټول صنعتي زیاتوالي ۴۰ سلنه نيسي.
په چين کې د نوي کيفيت تولیدي توان د صنعتي اقتصاد د ثابت زياتوالي لپاره مهم ځواک ګرځېدلی دی.



































