د مصنوعي ځیرکتيا د توان د پياوړتيا دريم کورس د اکتوبر په ۲۰مې نېټې د چين په شانګهای ښار کې پرانيستل شو.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګو جيا کون د همدې مياشتې په ۲۱مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې چين به د مصنوعي ځیرکتيا د توان د پياوړتيا لپاره دوامدار کورسونه ترسره کړي.
د چين دغه کورسونه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د مصنوعي ځیرکتيا د توان د لوړوالي په اړه د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا د پريکړه ليک او د مصنوعي ځیرکتيا د توان د ابادۍ لپاره د عامه ګټو د پلان د تطبيق لپاره عملي اقدامات دي.
چين د بېلا بېلو هېوادونو حکومتي استازو ته په دغه کورس کې د ګډون بلنه ورکړې، چې د مصنوعي ځیرکتيا له لارې د ګډو ګټو د شريکولو او د نړيوال مديريت د پياوړتيا په هکله ګډ بحثونه وکړي.
د بېلا بېلو هېوادونو استازو د چين د مصنوعي ځيرکتيا د کورس لوړه ستاينه کړې ده.
جياکون ويلي، چين به په دغه کورس کې له بېلا بېلو خواوو سره مشورې او بحثونه وکړي او په خبره یې، د مصنوعي ځیرکتيا د ټېکنالوژۍ په شمول عصري لاسته راوړنې به د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او چيني شکله عصري کېدل به د نړۍ پرمختګ ته نوي فرصتونه برابر کړي.



































