د روزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ریاست تر څار لاندې د (یو این او پي ایس) موسسې په مالي ملاتړ او (سي ایچ اې) موسسې په تخنیکي همکاري د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د ګېزاب ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۵ پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي. سرچینې ویلي، چې د دغو پروژو ټولیز لګښت ۲۸۰ میلیونه افغانۍ ښودل شوی، چې د زرګونو کسانو ژوند یې بدل کړی دی. د ګېزاب ولسوالي د بېلابېلو کلیو اوسېدونکي وايي، دغه پروژې له کلونو وروسته د دوی په ژوند یو څه بدلون راوستی دی. په دغو پروژو کې د سړکونو رغول، د پلونو او پلچکونو جوړول، د اوبولګولو سېسټمونه، استنادي دیوالونه او د بېوزلو کورنیو لپاره د ټولنیز ملاتړ پروګرامونه شامل دي.




































