منځګړی نړیوال سازمان د اکتوبر په ۲۰مې نېټې د چين په هانکانګ کې په داسې حال کې پرانيستل شو، چې د نړيوالو جنجالونو د هواري ميکانيزم اعتماد له خطر سره مخ دی او نړيوال اداري سیسټم هم خراب شوی او دواړه اصلاحاتو ته اړتيا لري.
منځګړی نړیوال سازمان د ۳۷ هېوادونو لخوا په ګډه جوړ شوی، چې دا نه يوازې د نړيوالو توپيرونو د حل يو نوښت دی، بلکې د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون پر بنست د نړيوال نظام د بيا جوړولو لپاره يو مهم ګام هم دی.
لوېديځ له تېر اوږدمهال راهیسې د نړيوالو توپيرونو د هواري ميکانیزم مشري کوي او مقررات او پروسې يې هميشه د لوېديځو هېوادونو يا ډلو د ګټو له مخې جوړېږي او ان د جيوپوليتیکې وسيلې په توګه کارول کيږي، نو دا ميکانيزم د ټولو هېوادونو استازيتوب نه شي کولی، ځکه ډېری پرمختيايي هېوادونه پر دغه دوديز ميکانيزم باور نه لري او د ناپييلي ميکانيزم د جوړولو غوښتنه کوي. د منځګړي نړیوال سازمان په جوړونه کې د دوی غوښتنې ځواب شوې دي.
دغه سازمان د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ او د منځګړتيا، همکارۍ او همغږۍ له مخې توپيرونه حل کوي او غړي یې د اسيا، افريقا او لاتيني امریکا هېوادونه دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د منځګړي نړیوال سازمان په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي، چې په تېرو پنځو مياشتو کې دغه سازمان په ډېرې چټکۍ ګډ تړون لاسليک او نافذ کړی او خپل کار يې پيل کړی دی او په وينا یې، دغه سرعت د نړيوال سازمان د جوړونې په تاريخ کې ډېر لږ تر سترګو کېږي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې د منځګړي نړیوال سازمان جوړونه د تاريخ له څپې سره سمون لري او د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ يې ترلاسه کړی دی.
د هوا چون يينګ په خبره، د منځګړي نړيوال سازمان افکار د چين د نړيوال مديريت وړانديز سره ښه سمون لري، دواړه له منځګړتيا، همکارۍ او همغږۍ څخه ملاتړ او پر عدالت او انصاف ټينګار کوي او د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ بشري ګټو ته لومړيتوب ورکوي.
دغه سازمان به د انسان د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره حقوقي ځواک برابر کړي او په دې سره به هانکانګ منځګړی مرکزي ښار وګرځي.
نوموړې په دغه سازمان کې د نورو هېوادونو د شاملېدو هرکلی کړی او هيله يې ښودلې، چې منځګړی نړیوال سازمان د نړيوالو توپيرونو د سوله ييز حل لپاره نوي خدمتونه وکړي.
د ملګرو ملتونو منشور پر دې ټينګار لري، چې نړيوال توپيرونه باید په سوله ييز ډول حل شي. خو په دې وروستيو کلونو کې يواړخيز بنديزونه او وسله وال ګواښونه ډېر شوي، چې له امله یې د څواړخيزم بنسټ سخت ويجاړ شوی دی.
منځګړی نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو څخه ملاتړ کوي او د دعوې او ريفرنډم ترڅنګ ))درېیمه لاره ((یې هم وړاندې کړې، چې د ملګرو ملتونو له هغه نظر سره، چې وايي د مديريت چارې دې د ټولشموليت پر اساس ترسره شي، سمون لري.
د يادونې ده، منځګړی نړيوال سازمان داسې موخه نه لري، چې د اوسني ميکانيزم ځای ونيسي، برعکس غواړي له اوسني ميکانيزم سره په متقابل درناوي چارې ترسره کړي.
دغه سازمان به له بېلا بېلو هېوادونو سره او په تېره بيا له منځنيو او کوچنيو هېوادونو سره مرستې وکړي، چې په لا عادلانه چاپېريال کې توپيرونه حل کړي.
که څه هم د منځګړي نړیوال سازمان لرليد ښه او تمه ورته کېدای شي، خو بیا هم دغه سازمان له يو شمېر ستونزو سره مخ دی، چې د ساري په توګه به ځينو ته اشاره ولرو.
منځګړی نړیوال سازمان بايد خپل غړي زیات کړي، څو استازيتوب يې پياوړی شي او د اعتماد ښه نمونه بايد واوسي او نړيوالو ته باید وښيي، چې د منځګړيتوب پايلې يې روښانه او د پلې کېدو وړ دي.
اوسمهال په نړۍ کې اقليمي بدلون او د اکمالاتي ځنځير د امنيت په شمول يو شمېر چلينجونه ډېر شوي، نو نړیواله ټولنه تر هر وخت ډېر موثر او د درناوي وړ ميکانيزم ته اړتيا لري.
که منځګړی نړیوال سازمان د عدالت او انصاف پر ژمنو ټينګار ولري، نو د نړیوال اداري سيسټم د لا ټولشموله او ډيموکراتيک کېدو لپاره به ځواک برابر کړي.



































