په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د امنیت شورا د سوریې مسئلې غونډه کې د سوريې له انتقالي حکومت څخه غوښتي، چې د ترهګرۍ ضد پياوړي ګامونه واخلي او خپل مسؤلیتونه دې په عمل کې ثابت کړي.
فوڅونګ ویلي، د سوريې اوږدمهاله بېثباتي به د ترهګرۍ د ودې او پراخېدو لپاره فرصتونه برابر کړي او په خبره يې، بهرني ترهګر د سوريې د حالاتو له بدلېدو وروسته پراخ او پياوړي شوي دي، چې دا نه يوازې د سوريې د امنيت لپاره مستقيم ګواښ دى، بلکې سيمه ییزه سوله او ثبات هم ګواښلی شي، چې دا ګواښ باید شنډ او په بشپړ ډول له منځه يووړل شي.
فو څونګ ويلي، د سوريې انتقالي حکومت څو څو ځلې ژمنې کړي، چې له سوریې به بل هېواد ته ګواښ نه جوړېږي.
نوموړي د سوريې له انتقالي حکومت څخه غوښتي، چې خپلې ژمنې په عمل کې پلې کړي او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول د ټولو هغو ترهګرو پر ضد دې هراړخيز ګامونه پورته کړي چې د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.



































