د کيوبا دولت رئيس ميګول ديازـ کانيل په دې وروستيو کې د چين له ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکې کې ويلي، چې د نوښتګرو چارو په برخه کې د چين عملي فعاليتونو او تجربو کیوبا ته ارزښتناک الهام ورکړی دی.
نوموړي ويلي، چين د یو لوی هېواد په توګه د اداري چارو اسانولو او سیمه يیزو حکومتونو ته د واک سپارلو له لارې اغېزمنه حکومتولي رامنځته کړې او اوس کيوبا هم د چين په څېر ورته چارو ته وده ورکوي او په دوامداره توګه یې سیمه يیزو ښاروالیو ته واکونه سپارلي دي.
ديازـ کانيل د چين عملي تجربې خورا نوښتګرې او مهمې بللي او په خبره یې کیوبا ته يې د کارونو د چټکتيا تجربې لېږدولې دي.



































