د چین د موټرو انجينرانو ټولنې د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د دغه هېواد د انرژۍ سپما او د نوې انرژۍ موټرو د تخنيکونو درېيمه نقشه خپره کړه.
په دغه سند کې څرګنده موخه ټاکل شوې، چې تر ۲۰۴۰ م کال پورې به د چين د موټرو په بازار کې د نوې انرژۍ موټرو کچه له ٪ ۸۰ څخه لوړه شي او دغه هېواد به په نړۍ کې د موټرو له درکه د پیاوړو هېوادونو په ليکه کې راشي.
په دغه سند کې د انرژۍ سپما کوونکو موټرو د دواملرونکي پرمختګ، د نوې انرژۍ موټرو د نوي ویرژن يا ماډلونو او د موټرو لپاره د انټرنېټي تخنيکونو په ګډون يو شمېر موضوعات تحليل شوي دي.



































