د چین اتم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر له ۵ مې نېټې څخه تر ۱۰ مې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شي او په پدې وروستيو کې ډېری هغه توکي چې په دغه نندارتون کې به نندارې ته وړاندې شوي، چين ته لېږدول شوي دي.
د شانګهای پوليسو د اکتوبر په ۲۲مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د نندارتون ګډونوالو ته د اسانتياوو لپاره ۲۰ تدبيرونه اعلان کړي، چې له مخې به يې د نندارتون ګډون کوونکو لپاره چين ته د ننوتلو او وتلو، ترافيک، تګ راتګ او د سندونو د راجیسټر او مديريت په شمول پنځو لویو برخو کې اسانتياوې برابرې شي.



































