د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان د کابینې او د ترانسپورټ، اړیکو او مخابراتو په چارو کې د ولسمشر له مرستیال مامتخان چاکياف سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو پر حل او د ترکمنستان له لارې د افغاني توکو په ژر تېرېدو ټینګار کړی. د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغاني توکو د ترانزیت لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.




































