چين د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د شپې په لسو بجو او دېرشو دقيقو د های نان ولايت د ون چانګ د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې د چانګ جنګ پنځم نمبر نقليه راکېټ په وسيله د مخابراتي تخنيک شلم نمبر ازمايښتي سپوږمکۍ فضا ته توغولې ده.
ياده سپوږمکۍ ټاکلي فضايي مدار ته رسیدلې او د توغولو دنده يې په برياليتوب ترسره شوې ده.
دغه سپوږمکۍ به په عمده توګه د سپوږمکيو د مخابراتي ټکنالوژۍ په ازموينو کې وکارول شي.



































