د استراليا د اسيا پاسیفيک سیکيورټي ( Asia Pacific Security) مجلې عمومي مدير کيم بیرګمن پدې وروستيو کې « شينجيانګ د منځنۍ اسيا د راتلونکي لپاره خورا مهم دی » ليکنه خپره کړې ده.
نوموړي په دغه ليکنه کې لیکلي، لوېديځو رسنيو له اوږدې مودې راهیسې د شينجيانګ پر وړاندې ترهګريز ګواښونه له پامه غورځولي دي. د چين حکومت د زېربناوو د جوړولو، د کلتور ساتلو او د کارموندې د مرستو په ګډون ځينې تګلارې پلې کړي او د قومي کلتور او ديني او مذهبي ازادۍ په برخه کې يې د دې سيمې د اويغوري قوم مشروع حقونه تامين کړي دي.
بیرګمن ويلي، اوس په شينجيانګ کې امن دی، متنوع کلتور یې ساتل شوی او يو مشهور سېلانيز ځای ګرځېدلی دی او بل دا چې د دغې سیمې امنیت او ثبات د کمربند او لارې وړانديز د پلي کېدو لپاره خورا مهم دی.



































