په جنوبي سوډان (جوبا) کې د چین د یولسم پړاو د سولې ساتي پلي کمپ ۷۰۰ تنه سرتېري په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سولې نښان په ګټلو سره ووياړل شول.
د چین د یولسم پړاو د سولې ساتي پلي کمپ د تېر کال د ډسمبر راهیسې په ټاکلو سیمو کې ځای پر ځای شوی دی. په ترڅ کې دوی په لوړ کیفیت سره د ۳۰۸ ورځو د امنیتي ساتنې دندې بشپړې کړې دي، د وسله والو ساتنو او ښاري ګزمو په ګډون ۵۸۶ دندې ترسره کړې دي. سربېره پر دې، دوی د طبي تشخیص، بسپنې، د اوبو برابرولو، د کرنې د تخنیکونو د ښوونې په ګډون د بشري مرستو فعالیتونه ترسره کړي دي. د ملګرو ملتونو د جنوبي سوډان د ماموریت دفتر (UNMISS)، د جنوبي سوډان حکومت او خلکو د هغوی هڅې او خدمتونه په لوړه کچه ستایلي دي.



































