په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منځني ختیځ مسئلې په علنۍ مباحثوي غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
نوموړي ويلي، په غزه کې ښکېلې خواوې دې د بشري ناورين د ختمېدو لپاره دایمي اوربند وکړي، له جګړې وروسته دې د چارو د سم مدیریت لپاره ګامونه واخلي او د دوو هېوادونو لایحې سیاسي راتلونکی دې بیا انځور کړي.
فو څونګ پر اړوندو خواوو غږ کړی، چې د غزې د امنیت او ثبات لپاره دې اوربند له ټولو غوښتنو سره په بشپړه توګه پلی کړي او د ریښتیني، هراړخیز او دایمي اوربند لپاره دې هڅې وکړي.
نوموړي (د دوو هېوادونو لایحه) د فلسطین مسئلې د حل یوازینۍ عملي لار بللې او په خبره یې، دغه لایحه بل بدیل نه لري او د رد کېدو وړ نه ده.
فو څونګ زياته کړې، چین چمتو دی چې له نړیوالې ټولنې سره په غزه کې د بشپړ او دایمي اوربند، د بشري ناورین د کمولو، د دوو هېوادونو لایحې د پلې کېدو او د فلسطین مسئلې د عادلانه، هراړخیز او دایمي حل لپاره کار وکړي.



































