د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه یوه خبري ناسته ترسره کړې، چې پکې د شلمې مرکزي کمېټې د څلورمې عمومي غونډې روحیه معرفي او بیان شوې ده.
د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د ګوندي ګروپ مدیر جنګ شه جیې په يادې غونډې کې ويلي، چې نوښت او ابتکار د نویو او راتلونکو چارو د ابادۍ معنا لري. تېر کال د چین په کورني تولیدي ارزښت کې د نویو چارو، نویو سوداګریزو بڼو او نویو تجارتي شکلونو د زیاتوالي اندازه له ۱۸ سلنې پورته وه.
نوموړي ویلي، د ملي اقتصاد او ټولنیز پرمختګ د پنځلسم پنځه کلن پلان د ټاکلو په اړه د یادې مرکزي کمېټې په وړاندیز کې راغلي، چې په هېواد کې به د نوې انرژۍ، نویو موادو، فضايي چلند او د ټيټې ارتفاع د چارو په شمول د ستراتيژيکو نویو چارو د ودې په مټ څو لوی بازارونه رامنځته شي، چې ارزښت به یې ټریلیونو یوانو ته رسېږي.
په دغه وړاندیز کې راغلي، چې په راتلونکو نویو چارو کې دې ښه ترتیبات ترسره شي او د کوانتوم ټکنالوژۍ، بیومنوفکتورینګ او د ۶ نسل مخابراتي تخنیک پرمختګ دې داسې وهڅول شي، چې د اقتصادي زیاتوالي نوی ټکی وګرځي. چین به په راتلونکو لسو کلونو کې د لوړې کچې ټکنالوژۍ نوې چارې پيل کړي.



































