د چین کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه د اکتوبر له ۲۰مې نه تر ۲۳مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه.
شي جين پينګ يادې غونډې ته د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو په استازيتوب کاري راپور وړاندې کړ او د غونډې ګډونوالو «د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان د جوړولو په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې وړانديز» ته بيا کتنه وکړه او تصويب یې کړ.
د غونډې په جريان کې د ۱۵م پنځه کلن پلان په موده کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ اصلي اهداف وړاندې شول چې عبارت دي: په باکيفيته پراختيا کې د پام وړ پايلو تر لاسه کول، په ساينس او ټکنالوژۍ کې د ځان بسياينې په برخه کې څرګند ښه والی، په ټولو اړخونو کې د اصلاحاتو د لا ژورولو لپاره نوي پرمختګونه، د ټولنيز تمدن لوړول، د خلکو ژوند دوامدار ښه والی، د ښکلي چين په ابادۍ کې نوي او وتلي پرمختګونه او د ملي امنيت پر له پسې پياوړتيا.
چين به پر همدې بنسټ نورو راتلونکو پنځو کلونو کې هڅه وکړي چې تر ۲۰۳۵کال پورې په اقتصاد، ساينس او ټکنالوژۍ، ملي دفاع، جامع ملي ځواک او نړيوال نفوذ کې تر بريده پرمختګونه تر لاسه کړي، د سړي سر ناخالص توليد د پرمختللو هېوادونو منځنۍ کچې ته ورسوي، د خلکو ژوند لا خوشحاله کړي او د سوسياليستي عصريتوب موخه نسبتآ پوره کړي.



































