د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اکتوبر په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې د چين صدراعظم لي جيانګ به د سینګاپور د لومړي وزیر لورینس وانګ په بلنه د اکتوبر له ۲۵مې تر ۲۶مې پورې دغه هېواد ته رسمي سفر وکړي.
ویاند زیاته کړه، چې صدراعظم لي چیانګ به د مالیزیا لومړي وزیر انور بین ابراهیم په بلنه د روانې میاشتې له ۲۷مې څخه تر ۲۸مې پورې د مالیزیا په کوالالامپور کې د چین- اسیان د مشرانو په ۲۸مه غونډه کې، د اسیان، چین، جاپان او کوریا جمهوریت د مشرانو په ۲۸مه غونډه کې او د ختیځې اسیا په ۲۰مه سرمشریزه او د سیمې د هراړخیزو اقتصادي همکاریزو اړیکو د تړون د مشرانو په ۵مه ناسته کې ګډون ولري.


































