د چین د ملي ولسي کانګرس د ۱۴مې دایمي کمېټې اتلسمه غونډه د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د بېجینګ په لوی تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې ګډونوالو د رایګیرۍ له لارې د هر کال د اکتوبر ۲۵مه نېټه له جاپاني یرغلګرو څخه د چین د تایوان د ازادېدو ورځ ونوموله او په همدې ورځ به په دغه هېواد کې د نمانځنې رنګارنګ فعالیتونه ترسره شي. سږ کال له جاپاني یرغلګرو څخه د تایوان د ازادېدو ۸۰مه کلیزه ده.
د یادې ورځې ټاکل کېدو او په مناسبت يې په هېواد کې د فعالیتونو ترسره کېدل ښيي چې تایوان د چین نه بېلېدونکې برخه ده او ټول هېوادوال به وهڅول شي چې د هېواد یووالي او ملي سمسورتیا لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.


































