د چین کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه د اکتوبر له ۲۰مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په بېجینګ کې ترسره شوه او د نړیوالې ټولنې پراخې پاملرنې یې راجلب کړې دي. په دغه عمومي غونډه کې د ملي اقتصاد او ټولنې پرمختګ د پنځلسم پنځه کلن پلان د ټاکلو په اړه د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې وړاندیز تصویب شو او د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې د چین د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لارښوونیز اصول او عمده موخې په ډاګه شوي دي.
په چین کې په علمي او مسلسل ډول د هر پنځه کلن پلان ټاکل د چین کمونېست ګوند د حکومتولۍ یوه مهمه تجربه ده او د چین ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم یوه مهمه سیاسي وړتیا ده. چین له ۱۹۵۳م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې د څوارلسو پنځه کلن پلانونو په جدي تطبیق سره د اقتصادي ګړندي انکشاف او د ټولنې دایمي ثبات دوه لویې معجزې جوړې کړې دي. اوس د څوارلسم پنځه کلن پلان په اړه عمده موخې به ژر بشپړې شي. اټکل کېږي چې سږ کال د چین عمومي اقتصادي اندازه ۱۴۰ ټریلیونو یوانو ته ورسېږي چې له تېرو ۵ کلونو راهیسې زیاتوالی یې څه باندې ۳۵ ټریلیونه یوانه دی او د نړیوال اقتصاد لپاره خدمت یې تل شاوخوا ۳۰ سلنه ساتلی دی.
د چین دغه شان بریالیتوبونه ښيي چې پنځه کلن پلان یې موثرې اغېزې او لرې لید لري، او د پنځلسم پنځه کلن پلان د ټاکلو لپاره یې ګټور شرایط برابر کړي دي.
د چین پرمختګ د دوامدارې معجزې له امله، نړیواله ټولنه لېواله ده چې د چین د مدیریت راز ولټوي او ترې د انکشاف نوي فرصتونه ترلاسه کړي. د چین د عصري نړیوالو اړیکو د څېړنیز انستیتیوت د عمومي اقتصاد او ستراتیژۍ د مطالعې څانګې مرستیال مدیر وې لیانګ د چین مېډیا ګروپ خبریال ته وویل چې د چین کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه نړۍ ته د دې هېواد هغه باور او عزم انعکاسوي چې د سوسیالیستي عصري ابادۍ موخې د پوره کولو لپاره به دوامداره هڅې او کوښښښونه ترسره کړي. په دې توګه نړۍ د نړیوال اقتصاد د پرمختګ اېنجن او د ثبات لنګر په توګه پر چین لا نور زیات باور لري.
ګردې نړۍ ته په کتو مو دا پېژندلې چې د پنځه کلن پلان جوړول د چین ابتکاري اقدام نه دی، خو چین یوازینی هېواد دی چې په مداومه توګه دغه پلانونه یې ټاکلي او جدي تطبیق کړي دي. د چین مدیریت تر ټولو مهم راز د چین کمونېست ګوند لارښوونې او د خلکو تمرکز نظریه ده. په یاد وړاندیز کې په ډاګه شوې چې د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ باید پر ۶ اصولو ټینګار وشي او لومړی دوه اصول يې دا دي چې د چین کمونېست ګوند پر هراړخیزې لارښوونې او خلکو ته پر لومړیتوب ورکونې ټینګار وکړي.
د برازیل د فورم مجلې ویبپاڼه کې د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د یوې لیکنې په خپرېدو سره دا څرګنده شوې چې د چین لاسته راوړنې د تاریخي صبر او د تګلارو دوام نتیجه ده.
دا نړۍ ته د چین مدیریت بل راز ښودلی چې ورخلاصون او همکارۍ دي. په یاده عمومي غونډه کې د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې د چین د لوړې کچې ورخلاصون د پراخېدو ځانګړی ترتیبات وشول چې د ګټو- ګټو همکارۍ ته یې زیات ارزښتونه ورکړل. د ډېرو نړیوالو شرکتونو مسئولانو ویلي، چین ته پانګونې ضروري کار دی.
د سوسیالیزم عصري کېدو موخه پوره کول یو ګام په ګام او دوامدار پرمختګ لرونکی تاریخي جریان دی. پروا نشته چې نړیوال وضعیت کې څنګه بدلونونه راځي، چین به د خپلې موخې په رڼا کې کوښښونو او زیارونو ته دوام ورکړي، د خپل باکیفیته پرمختګ د ثابتوالي په مټ به د بهرني چاپېریال د بدلون له ناثبتوالۍ سره مقابله وکړي. نړۍ دې ته په تمه ده چې چین به په راتلونکو ۵ کلونو کې د چیني شکله عصري کېدو لا نور زیات بریالیتوبونه تر لاسه کړي او نړۍ ته لا زیاتې ګټې ورسوي.



































