د ملګرو ملتونو یونېف(UNEP) یا د چاپېريال ساتنې ادارې مشرې انګير اندرسن په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ له سي جي ټي اېن سره ځانګړې مرکه وکړه او ويې ويل، چې چين د ايکولوژيک تمدن په ابادۍ کې له تمې خلاف لا ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
اندرسن وويل، چې هر کال د بادي او لمريزې انرژۍ په وسيله د چين د برېښنا د توليد اندازه له ۲۰۰ ګیګاواټ (gigawatt) څخه تر ۳۰۰ ګیګاواټ پورې زياتوالی ښيي او دغه اندازه د حيرانتيا وړ ده.
اندرسن په تېر سپتمبر کې د اقليمي بدلون پر ضد د ملګرو ملتونو په سرمشريزه کې د ويډيو له لارې د دې شاهدي ورکړې، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چاپېريال په اړه نوې موخه اعلان کړې کومه چې په ۲۰۳۵م کال کې به د چين په ټولو اقتصادي برخو کې د شنو خونو ګازونو د ايستنې اندازه د اوج په پرتله ۷٪ – ۱۰٪ کمه شي. اندرسن په دې اړه باور وښود، چې چين ښايي تر ټاکلې موخې لا ښه برياليتوب ترلاسه کړي، ځکه د چين د برېښنا په توليدي اندازه کې د بيا کارېدونکې انرژۍ د ونډې چټک زياتوالی راغلی. نوموړې زياته کړه، چې د اقليمي بدلون پر ضد له څواړخيزو اقداماتو څخه د رئيس شي جین پینګ ملاتړ مهم نړيوال ارزښت لري.



































