د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د کوريا جمهوريت ګيېونجيو ښار ته ولاړ شي، څو د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاریو سازمان اېپېک(APEC) په ۳۲مې غير رسمي سرمشريزه کې ګډون وکړي او له کوریا جمهوريت څخه به رسمي لیدنه وکړي. په دې درشل کې د چين مېډيا ګروپ د غوره فلمونو او تلويزيوني پروګرامونو د خپرولو فعالیت هم پيل شوی دی.
«له فرهنګ سره د شي جين پينګ علاقه» ویډیویي پروګرام په شمول د چين مېډيا ګروپ څه باندې لس غوره ويډيويي پروګرامونه د استراليا، کاناډا، چيلي، اندونيزيا، کوريا جمهوريت، پيرو، روسيې، ټايلند او امريکا په شمول د اسيا او ارام سمندر سيمې د ۱۴ هېوادونو په ۲۲ مهمو رسنيو کې خپرېږي.

د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ياد فعاليت ته په ويډيويي وينا کې ويلي، چې دغه فعاليت ته « له فرهنګ سره د شي جين پينګ علاقه»، « د چيني شکله عصري کېدو لاره» او «شنجو ۱۳» په شمول يو شمېر غوره ويډيويي پروګرامونه وړاندې شوي او هیله يې ښودلې، چې ياد پروګرامونه او فلمونه به د اسيا او ارام سمندر سیمې لیدونکو ته د رئيس شي جين پينګ د حکومتي ادارې تدبیر، په نوې زمانه کې د چين پرمختګ او چيني کلتور ښه معرفي کړي، څو د اسيا او ارام سمندر سيمې د هېوادونو سوله ييز پرمختګ، د ګټې – ګټې همکارۍ او ګډه سمسورتيا وهڅوي.




































