د اکتوبر ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو منشور د نافذېدو ۸۰مې کليزې له ياد ورځې سره برابره وه. د دغه سازمان امنیت شورا په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د راتلونکي منظر په عنوان يوه علني مباحثوي غونډه تر سره کړه.
په ملګرو ملتونو کې د چين استازي فو څونګ په دې غونډه کې وينا وکړه او دې ته یې اشاره وکړه، چې د چين د مشر له خوا وړاندې شوی د نړيوال مديريت نوښت د ملګرو ملتونو د راتلونکي پرمختګ لپاره لارښوونکی ارزښت لري.
د نوموړي په خبره، نړۍ د ناارامۍ او اصلاح نوې مرحلې ته ننوتلې ده، ورسره ډول ډول نړيوالې ننګونې رامنځته شوې، د نړيوال مديريت سيسټم له سخت چلنج سره مخ شوی او ملګري ملتونه د راتلونکي پرمختګ د لارو په تقاطع کې درېدلی، چې د همدغه وضعيت پر وړاندې د چين مشر د نړيوال مديريت وړانديز کړی. دغه وړانديز د نړيوال مديريت سيسټم د بڼې او د نړيوال مديريت د اصلاح او بشپړتيا د څرنګوالي په اړه مسئلو ته ځواب دی. د نړيوال مديريت وړانديز د ملګرو ملتونو منشور له موخو او اصولو سره مل دی او موخه يې د نړيوالو ننګونو د حل لپاره د نړيوالې ټولنې د يووالي او همغږۍ پياوړتيا ده او د ملګرو ملتونو د راتلونکي پرمختګ لپاره مهم لارښوونکی ارزښت لري.



































