د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اکتوبر په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ، چې د نړۍ د مدیریت نظم د بشپړېدو او په ګډه د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې تر عنوان لاندې فورم به د اکتوبر په ۲۷مه نېټه په دغه وزارت کې ترسره شي. د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړی او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به د دې فورم په افتتاحیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړي.
د چین او بهرنیو هېوادونو د مختلفو ټولنو لوړپوړي استازي، مشهور کارپوهان او په چین کې د بهرنیو هېوادونو سفیران او د بهرنیو سازمانونو استازي به په دغه فورم کې د نړۍ د مدیریت پر معنا او عملي لارو چارو د نظریو ژورې تبادلې وکړي.



































