د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د بوليويا منتخب ولسمشر رودريګو پاز پيرېرا ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.
شي جين پينګ ويلي، چې چين او بوليویا ښه ملګري او همکاران دي. د دواړو هېوادونو اړيکې له پیل راهيسې په تېرو ۴۰ کلونو کې مخ پر ښه کېدو روانې دي. سربېره پر دې دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ مسئلو په تړاو له يو بل څخه ملاتړ کړی، په بېلابېلو برخو کې يې د همکاريو له لارې ډېر زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستۍ ډېرې ژورې دي. د هغه په وينا، هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل د بوليويا د ټينګار لوړه ستاينه کوي، د چين او بوليويا د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له منتخب ولسمشر رودريګو پاز پيرېرا سره یو ځای د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پرمختګ لپاره هڅه وکړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لا نورې ګټې ورسوي.
بلخوا په همدې ورځ د چين دولت مرستيال رئيس هان جنګ د بوليويا منتخب مرستيال ولسمشر عدماند لارا ته د مبارکۍ ځانګړی پيغام هم لېږلی دی.



































