د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د افغان ـ قزاق درېیمه ګډه سوداګریزه ناسته کې د ګدون په موخه قراقستان ته تللی دی. د صنعت او سوداکرۍ وزارت وايي، چې دغه ناسته کې به د روان کال د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې د قزاقستان په شیکمنت ښار کې ترسره شي.سرچینې ویلي، چې په دې ګډه سوداګریزه ناسته کې به د سوداګریزو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګریزې ناستې ترڅنګ د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون هم پرانیستل شي.




































