د چین صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د سينګاپور د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د دغه هېواد له سرپرست ولسمشر ايدي تيو سره وکتل.
لي چيانګ په دې کتنه کې وويل، چې په دې وروستيو کې د چين کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې څلورمې عمومي غونډې د پنځلسم پنځه کلن پلان د طرحې په اړه وړانديز تصويب کړی او دا پلان د چين او سينګاپور ترمنځ د راتلونکو همکاريو لپاره مهم فرصت برابروي. لي چيانګ زياته کړه، چې چيني لوری غواړي له سينګاپور سره د اقتصادي او سوداګيزو همکاريو نور زيات فرصتونه پيدا کړي او د ډيجيټل اقتصاد، زرغون پرمختګ او مصنوعي ځيرکتيا په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.
لي چيانګ همدارنګه وويل، چې دواړه هېوادونه بايد د پرمختګ په اړه د تجربو تبادلې او کلتوري همکارۍ پياوړې کړي. چين هيله لري چې تر څو اړخيزو ميکانيزمونو لاندې له سينګاپور سره همغږي پياوړې کړي او په ګډه څو اړخيزم او ازادې سوداګرۍ وساتي او د برابرۍ او تنظيم پر بنسټ ولاړ د نړۍ څو قطبي کېدو جريان او د پراخو ګټو او ټولشموليت پر بنسټ ولاړ د اقتصاد نړيوال کېدو جريان ته وده ورکړي. ده زياته کړه چې چين هيله هم لري چې د سينګاپور په شمول د اسيان له غړو هېوادونو سره د چين – اسيان د ازادې سوداګرۍ سيمې د لوړوالي بڼه اباده کړي.


































