د “نوښت، خلاصون، او ګډ پرمختګ” په نوم فعالیت د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د امریکا په واشنګټن کې ترسره شو. دغه فعالیت د چین د مېډیا ګروپ او په امریکا کې د چین د سفارت لخوا په ګډه کوربه توب شوې وه. د چین د مېډیا ګروپ مشر شن های شیونګ دې فعالیت ته ویډیويي وینا وکړه، او په امریکا کې د چین سفیر شيه فنګ وینا وکړه.
د چین او امریکا نژدې ۱۰۰ کارپوهانو او استازو په یاد فعالیت کې ګډون وکړ. دوی له نړۍ سره د فرصتونو د شریکولو او د متقابلو ګټو د ترلاسه کولو په اړه د نظریو ژوره تبادله وکړه.
دا معلومه ده چې یاد فعالیت به ډېر ژر د هنګري، جنوبي افریقا، روسیه، بحرین، چیلي او سریلانکا په شمول نورو هېوادونو کې هم ترسره شي.



































