د چین او امریکا پلاويو د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې د اقتصادي او سوداګریزو خبرو اترو دوهمه ورځ پيل کړه. د دې خبرو لومړۍ ورځ د دې میاشتې په ۲۵مه نېټه په همدې ځای یعنی په کوالالمپور کې تر سره شوه.
د چین د سوداګرۍ وزارت یوه ویاند ویلي، چې دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د روان کال د ټیلیفوني خبرو پر مهال د ترلاسه شوي مهم توافق له مخې، د چین او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړوندو مهمو موضوعاتو باندې سلا مشورې وکړي.



































