د چین صدراعظم لي چیانګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د سینګاپور د پارلمان په ماڼۍ کې له خپل سینګاپوري سیال لارنس وانګ سره خبرې اترې وکړې.
لي چیانګ په خپلو خبرو کې وویل چې د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د روان کال په جون کې په بیجینګ کې له ښاغلي صدراعظم سره ولیدل، چې د چین او سینګاپور د اړیکو د راتلونکي پرمختګ لپاره یې لاره وټاکه. ده زياته کړه چې چین غواړي له سینګاپور سره د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتیژیکو لارښوونو لاندې کار وکړي، د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو اصلي هیلې وساتي، دودیزې دوستۍ ته وده ورکړي، متقابل سیاسي باور پیاوړی کړي، عملي همکارۍ پراخې کړي او د دوه اړخیزو اړیکو دوامداره ژورتیا او پرمختګ ته وهڅوي.
صدراعظم لارنس وانګ د چین د کمونست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمیټې د ۴مې عمومي غونډې د بریاليتوب مبارکي وویله او ویې ویل چې روان کال د سینګاپور او چین د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو له ۳۵مې کلیزې سره برابر دی. دوه اړخیزې اړیکې اوس مهال په مثبت ډول پرمختګ کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي په دوامداره توګه ژورېږي، خپلمنځي همکارۍ ورځ تر بلې پراخیږي، او ګټورې پایلې ترلاسه کیږي. د سینګاپور حکومت د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار کوي او په کلکه د تایوان د بېلتون غوښتونکو مخالفت کوي.



































