د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تايوان چارو دفتر او د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې له جاپاني یرغلګرو څخه د چین د تایوان د بيا ازادېدود يادونې ورځې د ټاکل کېدو په مناسبت مېلمستيا ترسره کړې.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تايوان چارو دفتر او د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر مشر سونګ تاو يادې مېلمستيا ته په وينا کې ویلي، چې له جاپاني یرغلګرو څخه د چین د تایوان د بيا ازادېدو د ۸۰مې کليزې په مناسبت د دې ورځې ټاکنې د چين د خلکو او د دولت هوډ څرګند کړی. د دې ورځې ټاکنه د چينايانو د تاريخ او قربانيانو د يادونې لپاره يو مهم تدبير دی، د يو چين پېژندنې اصل د ساتنې او د تايوان له بېلتون غوښتنې او د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې او یرغلګرو سره د مخالفت لپاره قوی اقدام دی او له وطنپالنې او يووالي څخه د ملاتړ څرګندونه ده.
په دې مېلمستيا کې د تايوان ګډونوالو ويلي، چې د دې ورځې ټاکنه مهم ارزښت لري او خامخا به د ټولو چينايانو په تېره بيا د تايوان د خلکو هغه پېژندنه لا نوره ژوره کړي، چې د تايوان تنګي دواړه غاړې يو چين دی او خلک يې ټول چينايان دي، په دې سره به د تايوان له بېلتون غوښتنې او د بهرنیو ځواکونو له لاسوهنې سره د مخالفت هوډ لا نور ټينګ شي.



































