د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د تایلنډ د پاچا مور سيريکيټ کيتياکرا د وفات په اړه د دغه هېواد پاچا ماحا واجيرالونګمورم ته د تسلیت پیغام ولیږه. هغه د چین د حکومت او خلکو په استازيتوب ژور تسلیت او د تایلنډ د ملکې کورنۍ، حکومت او خلکو سره همدردي څرګنده کړه.


































