د کردانو کارګرو ګوند د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په يوې اعلاميې کې له ترکيې څخه د خپلو ټولو وسله والو ځواکونو د ايستلو اعلان کړی دی.
د ترکيې اېن ټي وي (NTV) ټلويزيون د يادې اعلاميې له مخې خبر ورکړی، چې دا وسله واله ډله اوس له ترکيې څخه د شخړو د ټولو پاروونکو وسله والو ځواکونو په ايستلو او د سرحدي سيمو په خطرناکو ځايونو کې د اړوندو تدبيرونو په نيولو بوخته ده.
د ترکيې د عدليې او پرمختګ واکمن ګوند وياند په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنیو ويلي، په خپل هېواد او د عراق او سوريې په شاوخوا سيمو کې د کردانو کارګرو ګوند د ټولو وسله والو له منځه وړل او د دغه ګوند بې وسلې کول لا تراوسه له ترکيې څخه د ترهګرو د پاکولو مرکزي دنده ده.



































