د چين د احصايې ملي ادارې په دې وروستيو کې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي چې له مخې يې، د ۲۰۲۵م کال له جنورۍ نه تر سپتمبر پورې د دغه هېواد لويو صنعتي تصديو ۵.۳۷۳۲ ټريليونه يوانه ګټې ترلاسه کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳.۲ سلنه زياتوالی ښيي.
په دغه موده کې په لويو صنعتي تصديو کې د حکومت تر کنټرول لاندې د سهامي تصديو لخوا د ترلاسه شويو ګټو عمومي اندازه ۱.۷۰۲۱۸ټريليونه يوانو ته رسېدلې، چې ۰.۳ سلنه کموالی ښيي؛ نورو سهامي تصديو يې ۳.۹۹۲۳۵ ټريليونه يوانه ګټې ترلاسه کړي، چې دا ۲.۸ سلنه زياتوالی ښيي؛ د بهرنيو هېوادونو، هانکانګ، مکاو يا تايوان پانګوونکو تصديو يې ۱.۳۵۰۹۷ ټريليونه يوانه ګټې ترلاسه کړي چې ۴.۹ سلنه زياتوالی ښيي؛ شخصي تصديو يې بيا ۱.۵۱۳۱۷ ټريليونه يوانه ګټلي چې ۵.۱ سلنه زياتوالی ښيي.



































