د چين دولت رئيس شي جين پينګ به ډېر ژر کوريا جمهوريت ته ولاړ شي او هلته به د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په ۳۲مه غير رسمي غونډه کې ګډون او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.
چين ميډيا ګروپ، د کوريا جمهوريت يونسې پوهنتون او وای ټي اېن (YTN) ټلويزيون کوريا جمهوريت ته د رئیس شي جين پينګ له سفر مخکې په بېجينګ کې د ”نړيوال مديريت او د اسيا او ارام سمندر ګډې سمسورتيا“ په سرليک ډيالوګ ترسره کړی دی.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي ادارې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې کمېټې مشر ژن هونګ بين، د ماليزيا د پانګونې، سوداګرۍ او صنعت وزير، د چيلي يو پارلماني غړي او د کوريا جمهوريت د يونسې پوهنتون مشر دغه ډيالوګ ته ويډيويي ويناوې کړې دي.
په چين کې د پيسو نړيوال صندوق پخواني مسؤل، په بېجينګ کې د کاناډا او چين د سوداګرۍ شورا مشر استازي، د چين او ماليزيا د سوداګريزې کمېټې د رسنيو او ستراتيژيکو تماسونو ادارې، د کوريا جمهوريت د سيول د نړيوالو قوانينو څېړنيز انسټيټوټ مشر او د يونسې پوهنتون د اقتصاد پروفيسور په شمول د نړيوالو سازمانونو چارواکو، سوداګريزو شخصيتونو، کارپوهانو او عالمانو په دغه ډيالوګ کې ګډون کړی و.



































