چين او امريکا د اکتوبر له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د ماليزيا په پلازمېنې کوالالمپور کې اقتصادي او سوداګريزې مشورې کړې دي.
د چین د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګریزو خبرو اترو استازي او د دغه وزارت مرستيال لي چنګ ګانګ له امريکايي پلاوي سره تر مشورو وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې دواړه خواوې د ګډې پاملرنې وړ څو مهمو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو د مناسب حل په اړه لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي او په بل ګام کې به پخپله د کور په دننه کې د منظورۍ تشريفات تر سره کړي.
لي چينګ ګانګ ويلي، د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو پلاويو په تېرو ۲ ورځو کې د بالمثل تعرفو ځنډولو د مودې د غځولو او د خپلمنځۍ سوداګرۍ د لا پراخولو په شمول د ځينو مسئلو په اړه يو بل ته خپلې نظريې په ډاګه کړې دي.
دواړه خواوو د متقابلو اندېښنو د رغنده حل لپاره ګډو ټکو او لومړنۍ هوکړې ته رسیدلې دي.



































