د چين او امريکا په سوداګريزو چارو کې د چيني پلاوي مشر او د دغه هېواد مرستيال صدراعظم هه لي فنګ، د امريکايي پلاوي مشر او د دغه هېواد د ماليې وزير سکوټ بيسنټ او د سوداګرۍ استازي جامينسون ګرير د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريز مذاکرات تر سره کړل.
دواړو خواړو د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د روان کال په تېرو تیلیفوني خبرو کې د تر لاسه شويو مهمو ګډو توافقاتو تر لارښوونې لاندې د چين پر سمندري ترانسپورت او بېړۍ توليدي صنعت د امريکا د ۳۰۱ تدبيرونو، د بالمثل تعرفو د ځنډېدو مودې د اوږدوالي، د فينټانيل د تعرفو او د قانون اجرا د همکارۍ، د کرنيزو محصولاتو د سوداګرۍ او د صادراتي محدوديت په اړه د نظريو صميمي، ژورې او رغنده تبادلې وکړې او د يو بل پاملرنو د حلولو د ترتيباتو په اړه يې بنسټيز توافقات تر لاسه کړي دي. دواړو خواوو دې ته موافقه کړې، چې اړوند جزييات به تائيد کړي او د خپل هېواد په کور به د اجازې تشريفات تر سره کړي.
هه لي فنګ ويلي، چې دواړه خواوې بايد د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د توپيرونو پر وړاندې د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکارۍ پر اصولو ټينګار وکړي اود برابرو خبرو اترو له لارې دې د يو بل د اندېښنو د حل لارې چارې پيدا کړي. نوموړي زياته کړې، چې دواړه خواوې بايد په ګډه د اقتصادي او سوداګريزو مذاکراتو ارزښتناکې پايلې وساتي.



































