د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د ماليزيا په پلازمېنه کولالمپور کې له استراليايي سیال البانيس سره لیدلي دي.
لي چيانګ له نوموړي سره په لیدنه کې ويلي، چې چين غواړي له استراليا سره ستراتېژيک تماس وساتي، ګټې- ګټې همکارۍ ورسره پراخې کړي، په ګډه ورسره پرمخ ولاړ شي او لا پوخ، ثابت او د ډېرو ګټو لرونکی هراړخيز ستراتېژيک مشارکت ورسره جوړ کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګډې ورسېږي او د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره لا لوی خدمتونه وشي.
انتوني البانيس ويلي، چې اوسمهال د استراليا او چين ترمنځ د اړيکو پرمختګ ښه تمايل ښيي او په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ سالمې روانې دي. استراليا هڅه کوي، چې له چين سره دوه اړخيزو اړيکو ته پوخ او ثابت پرمختګ ورکړي او د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ او د بېلا بېلو کچو خبرې پیاوړې او متقابل تفاهم ورسره ژور کړي، توپيرونه ورسره ښه کنټرول او د سوداګرۍ، زرغون اقتصاد، کانونو، له اقليمي بدلون سره د مقابلې او کلتوري تبادلې په برخو کې ورسره همکارۍ پراخې کړي.



































