د قزاقستان د ترکستان والي نورالخان کشراوف د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د «ترکستان د سوداګرۍ ازاد زون» د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، عزیزي د افغان–قزاق سوداګرۍ مجمعې د جوړېدو هرکلی کړی او د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت او د اقتصاد محوره پالیسیو په اړه يې معلومات ورکړي دي. نوموړي قزاق چارواکو ته افغانستان ته د سفر بلنه هم ورکړې، ترڅو د ګډو همکاریو فرصتونه و ارزول شي. دواړو لورو د صادراتي اقلامو د تبادلې، د غونډو د دوام او د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی.



































