په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۲۷مه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټې اجرائيوي ادارې د جوړېدو په شلمې کليزې لمانځغونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي: ((نړيوال وضعيت ډېر متزلزل شوی، جګړه او شخړه يو په بلې پسې راپورته کېږي، د ترهګرۍ لمن مخ په پراخېدو ده او د ترهګرۍ ضد مبارزې پر وړاندې ننګونې ورځ تر بلې سختېږي، نو ځکه نړۍ باید د ترهګرۍ پر وړاندې پياوړې همکارۍ وکړي او کمزوري باید اختيار نه کړي. امنيت شورا باید د ترهګرۍ ضد کارونو ته پرله پسې لومړيتوب ورکړي او پر وړاندې يې باید ”صفر زغم “ رويه غوره کړي.))
ګنګ شوانګ ويلي، چين له اوږدې مودې راهیسې په دوو يا څواړخيزو لارو چارو له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړي او په تېره بيا له امريکايي هېوادونو سره يې د ترهګرۍ ضد ظرفيت په پياوړتيا کې ډېره مرسته کړې ده او دغه راز د چين- ملګرو ملتونو د سولې او پرمختګ صندوق له لارې يې په سومالي، ساحلي سیمې او د منځنۍ اسيا هېوادونو کې د امنيت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټې د اجرائيوي ادارې او د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر له لوري له پيل شوو پروژو څخه ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې هېواد به يې له بېلا بېلو لوريو سره ګډو هڅو ته دوام ورکړي او هر ډول تروريزم به په ګډه وځپي.



































