د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د اکتوبر په ۲۷مه نېټه پر چیني تصدیو د برېتانیې د بندیزونو په اړه رسنيو ته ویلي، چې برېتانيا له روسیې سره د اړيکو په پلمه پر ۱۱ چیني تصدیو بندیزونه لګولي دي.
چين د برېتانیې د دغې کړنې پر وړاندې کلک مخالفت ښودلی دی.
نوموړي ویلي، چین د اوکراین کړکېچ په اړه له قانون سره سم د پوځي او ملکي توکو صادرات جدي کنټرول کړي او د چین او روسیې د تصدیو ترمنځ قانوني همکارۍ یې تر اغېزې لاندې نه شي راتللی.
برېتانیې د چین نظریې او دغه هېواد سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې شا ته غورځولي او پر چیني تصدیو يې بېځایه بندیزونه لګولي دي، چې دغه کړنه یې د دواړو لوریو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ډېرې منفي اغېزې کولی شي.
چین پر برېتانیې غږ کړی، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ته په کتو خپله پرېکړه بېرته واخلي او سمدستي دې پر چیني تصدیو بندیزونه پای ته ورسوي.
د چین د سوداګرۍ وزارت وياند ويلي، چې هېواد به یې د خپلو تصدیو قانوني ګټې کلکې وساتي.



































