په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي پلاوي د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د دغه نړيوال سازمان په مقر کې له جاپاني يرغلګرو څخه چين ته د تایوان د بېرته راتګ د ۸۰مې کليزې او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۲۷۵۸م پرېکړه ليک د ساتنې په عنوان غونډه ترسره کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د چين د پلاوي استازي فو څونګ د دې غونډې مشري او پکې يې وينا کړې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۲۷۵۸م پرېکړه ليک د تصويب د ناستې ګډونوالو، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخواني استازي منير اکرم، په شانګهای کې د نړيوالو مسئلو څېړنيز انسټېټيوټ مشر چن شياو دونګ او د الجزاير، روسيې، برازيل او پاکستان په شمول د نږدې ۴۰ هېوادونو ډيپلوماټانو په دغې غونډه کې ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو له جاپاني يرغلګرو څخه چين ته د تايون د بېرته راتګ د يادونې ورځې د ټاکنې په مناسبت دغه هېواد ته مبارکي ويلې او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې د چين ولسي جمهوريت د مهمو خدمتونه ستاينه کړې ده. دوی څرګنده کړې، چې د يو چين پېژندې پر اصل به ټينګار ولري، د ملګرو ملتونو اسمبلۍ د ۲۷۵۸م پرېکړه ليک صلاحيت به وساتي او د چين د پوره يووالي ملاتړ به وکړي.



































