د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۷مه نېټه له خپل امريکايي سيال مارکو انټونيو روبيو سره ټېليفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې څه موده مخکې د چين او امریکا اقتصادي او سوداګريزې اړيکې بیا له ستونزو سره مخ شوې وې. دواړو خواوو د ماليزيا په پلازمېنې کوالالمپور کې د اقتصادي او سوداګريزو مذاکراتو له لارې خپل دريځونه څرګند کړي، متقابل تفاهم يې ژور کړی او د اوسنيو بېړنيو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو د حل په پار يې چوکاټي هوکړه برابره کړې ده. دا د دې څرګندويي کوي،که دواړه لوري د مشرانو مهمه موافقه پلي کړي، نو د مساواتو، درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ په خبرو توپيرونه حل کولی او له فشار اچولو څخه لاس اخيستلی شي او هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ثابتې په مخ تللی شي.
نوموړي هیله ښودلې، چې دواړه خواوې د لوړ پوړي تګ راتګ لپاره چمتوالی ونیسي او د خپلمنځي اړیکو د پرمختګ لپاره ښه شرايط برابر کړي.
مارکو انټونيو روبيو د امريکا او چين ترمنځ اړيکې ډېرې مهمې بللي او هيله يې ښودلې، چې د لوړ يپوړي تګ راتګ له لارې مثبت تمایل وښيي.



































