د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د ماليزيا په پلازمېنه کولالمپور کې له خپل ماليزيايي سيال انور ابراهيم سره لیدلي دي.
لي چيانګ چين او ماليزيا يو د بل د باور وړ ښه ګاونډيان او ښه ملګري ياد کړي او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له ماليزيا سره څواړخیزې همغږۍ پياوړې کړي او بېلا بېل لوري به وهڅوي، چې څلور نړيوال ابتکاري نوښتونه او رښتينی څواړخيزم عملي کړي او نړيوال عدالت او انصاف وساتي.
انور ابراهیم له چيني سیال سره په لیدنې کې ويلي، چې ماليزيا به له چين سره په سوداګرۍ، پانګونې، زېربنا، انرژۍ او معدنياتو او ځينو نورو برخو کې ګډې همکارۍ ژورې کړي او د صنعتي او اکمالاتي ځنځير ثبات او بې له خنډه فعاليتونه به يې وساتي.



































