د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کې د چین- اسیان د مشرانو په ۲۸مه غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
لي چيانګ ويلي، چين غواړي د پرمختګ په برخه کې د اسيان هېوادونو سره همغږي پياوړې او د چين ــ اسيان د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د عملياتو پلان )۲۰۲۶-۲۰۳۰ (ښه پلی کړي او د چين ـــ اسيان د ګډ برخلیک ټولنه ورسره جوړه کړي. په دې غونډه کې د اسيان د هېوادونو مشرانو ويلي، چې هېوادونه به يې له چين سره د پرمختګ د ستراتيژۍ په اړه د نظريو تبادلې وکړي، د جنوبي سمندر د اصولو په اړه به يوه موافقه جوړه کړي او د سيمې د سولې، امنيت او ثبات لپاره به فعال خدمت وکړي.
تر يادې غونډې مخکې لي چيانګ د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد ماليزيا له صدراعظم انور ابراهیم سره د چين ـــ اسيان د ازادې سوداګرۍ سيمې د درېيمې بڼې اپګرېډ تړون هم لاسليک کړی دی.



































