د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کې د اسیان، چین، جاپان او کوریا جمهوریت د مشرانو په ۲۸مه غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
لي چيانګ د خبرو په پيل کې په اسيان کې د ختيځ تيمور د شاملېدو په اړه خوښي څرګنده کړې او مبارکي يې ورته ويلې ده.
نومو ړي ويلي، له تېر یو کال راهیسې د اسيان، چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ همکارۍ مخ په ښه کېدو دي او د ختيځې اسيا د اقتصاد فعاليت يې ښکاره کړی دی.
نوموړي په اشارې ويلي، چې هېواد يې غواړي د پرمختګ په برخه کې له بېلا بېلو خواوو سره همغږي پياوړې کړي، پر ورخلاصون او همکارۍ به ټينګار ولري او اقتصاد ته به وده ورکړي.
لي چيانګ زياته کړې، چين به له بېلا بېلو خواوو سره د سيمه ييز پرمختګ لپاره ښه چاپېريال برابر کړي، د صنعتي ځنځير او اکمالاتي ځنځير همغږي او همکارۍ به ورسره لا ژورې کړي او د پرمختګ نوی خوځند ځواک به پيدا او ټولو سره شريک کړي.
ياده غونډه د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد ماليزيا د صدراعظم انور ابراهیم په مشرۍ ترسره شوې ده.
په دې غونډې کې د سيمې د اقتصادي او پولي همکاريو د ټينګېدو په اړه د اسيان، چين، جاپان او کوريا جمهوریت د مشرانو اعلاميه هم خپره شوې ده.



































